
نیویارك 11 ستمبر (اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترش وئيلي دي بدعنواني په ټولو هېوادونو كښې موجود ده او د دې مخنيوي لپاره هڅې كوټلې كولو او مضبوطولو ته اړتيا ده ، ډېرو ځايونو كښې د عدم استحكام ٬ تشدد او بدعنوانۍ تعلق ثابت شوې٬ سلامتي كونسل او عمومي اسمبلۍ په ځينو موقعو د بدعنوانۍ ٬ ترهګرۍ او د تشدد او انتها خوښۍ تر مېنځه تعلق ثابت كړې٬ په كلنه توګه 26 كهربه ډالره بدعنوانۍ سره مخ كېږي۔ عمومي سېكتر دا خبرې د بدعنوانۍ په لړ كښې د سلامتي كونسل غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په خاص غونډه كښې نړيوال امن او سلامتيا باوري كولو لپاره د بدعنوانۍ مخنيوي موضوع احاطه كړې شوې۔ په غونډه كښې د نړيوال اقتصادي فورم د شمېرو له مخې په كلنه توګه 26 كهربه ډالره بدعنوانۍ سره مخ كېږي او دا د نړۍ د جي ډي پي 5 فيصده ده او دغسې د نړيوال بانك د راپور له مخې بېلا بېلې تجارتي ادارې او شخصيات په كلنه توګه لس كهربه ډالرو نه زيات رقم د رشوت په توګه وركوي۔ عمومي سېكتر ووئيل د مني لانډرنګ، ټېکس غلا او سرمايه په غېر قانوني طريقه د منتقل كولو په نتيجه كښې هېوادونه د انتهائي ضروري وسائلو څخه محرومېږي۔ ده ووئيل د بدعنوانۍ مخنيوي د ملكې ادارو لا مضبوطولو او د پراسيكيوشن عمل موثره جوړولو٬ آزاد عدليه ٬ ميډيا او كرپشن بې نقابه كوٶنكو ته تحفظ وركولو لپاره د حكومتونو ډاډګيرنه ډېره ضروري ده۔ ده په دې لړ كښې د بدعنوانۍ مخنيوي ادارو قوي كولو پشمول يو شمېر تجويزونه هم وړاندې كړې۔ عمومي سېكتر ووئيل د نړۍ د بېلا بېلو منطقو خلق د خپلو بدعنوانو مشرانو په ضد د غم او خشم څرګندونه كوي او ھغوي د سپېخلې حكمرانۍ غوښتنه كوي