د مېجر عزيز بهټي شهيد ﴿نشان حېدر﴾ د شهادت ورځ به د ستمبر په 12مه نېټه لمانځلې شي

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د بري پوځ عظيم سپوت او د كال 1965م د ستمبر د جنګ اتل مېجر راجه عزيز بهټي شهيد ﴿نشان حېدر﴾ د شهادت ورځ به د ستمبر په 12مه نېټه د ګل په ورځ لمانځلې شي۔ مېجر راجه عزيز بهټي شهيد د ستمبر په 12مه نېټه كال 1965م كښې د پاك هند جنګ په مهال د لاهور په محاذ شهادت ترلاسه كړے و۔ هغه ته د پاكستان د وسله والو ځواكونو لوي اعزاز نشان حېدر وركړے شوے۔ په دې موقع به د شهيد په مزار د ګلونو څادرونه غوړولې شي او فاتحه خواني به كولې شي