
اسلام آباد 14 نومبر(اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن د پاكستان پيپلز ګوند لارښود جهانګير بدر په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ د غمرازۍ خپل پیغام كښې اولس مشر په عملي سياست كښې د جهانګير بدر كردار ستائېلو سره ووئيل جمهوريت لپاره د ده قربانۍ به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل ارواښاد يو جدي سياستمدار وو۔د ده د جمهوريت سرلوړۍ له د قدر وړ خذمات دي۔اولس مشر دعا وكړه چې لوے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي