
اسلام آباد 50 ستمبر (اے پي پي) د ټاكنو كمېسون د صدارتي ټاكنو حتمي نتيجې اعلان كړې دي٬ د تحریك انصاف او اتحادي ګوندونو كانديد عارف الرحمن علوی 352 ووټونه ترلاسه كولو سره كامياب شوے ٬ د مسلم ليګ (ن) ٬ اېم اېم اے او نورو اتحادي ګوندونو كانديد مولانا فضل الرحمن 184، د پیپلز ګوند كانديد اعتزاز احسن 124 رائے ترلاسه كړې ، الېکټورل کالج كښې د كاسټ شويو رائيو شمېره 1110 وه چې پكښې 28 رد كړې او 1082 سم ګرځولې شوې ٬دغسې د ټاكنو كمېسون د صدارتي ټاكنو حتمي نتيجې اعلان كړې دي٬ د الېكشن كمېسون تر مخه قامي اسمبلۍ ٬ سېنېټ او د څلورو واړو صوبائي اسمبليو الېکټورل کالج كښې د كاسټ شوو رائيو شمېره 1110 وه چې پكښې 28 رد كړې او 1082 سم ګرځولې شوې۔ د ريټرنګ افسر لخوا په فارم 7 د جاري كړو نتيجو له مخې په قامي اسبملۍ كښې 430 ووټ كاسټ كړې شوې چې پكښې 6 رد كړې او 424 ووټ سم ګرځولي شوي چې پكښې ډاکټرعارف علوي212٬ مولانا فضل الرحمان 131 او اعتزاز احسن 81 رائے ترلاسه كړې دغسې په پنجاب اسمبلۍ كښې 351 رائے كارولې شوې چې پكښې ډاكټر عارف علوي 187 ٬ مولانا فضل الرحمان 142 او اعتزاز احسن 6 رائے ترلاسه كړې٬ د تناسب په بنياد ډاكټر عارف علوي 33 ، مولانا فضل الرحمن 25 او اعتزاز احسن يوه رائے ترلاسه كړې۔ په سندھ اسمبلۍ كښې 158 ووټونه اچولي شوي چې پكښې يو رد كړې شوې او 157 سم ګرځولې شوې چې پكښې ډاكټر عارف علوي 56، مولانا فضل الرحمن يو او اعتزاز احسن 100 رائے ترلاسه كړې چې د تناسب په بنياد ډاکټر عارف علوي 22، مولانا فضل الرحمن ته يو ووټ نه دې ترلاسه شوې او اعتزاز احسن ته 39 رائے ترلاسه شوې۔ په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې 111 ووټونه كاسټ شوې چې پكښې 5 رد كړې او 106 سم ګرځولې شوې چې پكښې ډاكټرعارف علوي ته 76، مولانا فضل الرحمن 25 او اعتزازاحسن 5 ووټونه ترلاسه شوي۔ د تناسب په بنیاد ډاکټر عارف علوي ته 40، مولانا فضل الرحمن 13 او اعتزاز احسن ته 3 رائے ترلاسه شوې۔ بلوچستان اسمبلۍ كښې 60 رائے كارولې شوې چې پكښې ډاكټرعارف علوي 45، مولانا فضل الرحمن 15 او اعتزاز احسن يوه رائے نه ده ترلاسه كړې۔ د سېنېټ ٬ قامي اسمبلۍ او د بلوچستان اسمبلۍ يو ووټ