وزیراعظم د پیپلز ګوند لارښود جهانګير بدر په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د پیپلز ګوند لارښود او د نوموړي سياست مدار جهانګير بدر په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔ د ګل په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې وزيراعظم دعا وكړه چې لوے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د ارواښاد خدماتو ته پېرزونې وړاندې كولو سره وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل د پاکستان سیاست استحکام له د جهانګير بدر خدمات به تل ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل ارواښاد يوه لويه سياسي اثاثه وه چې په جمهوري اقدارو ئې باور لرلو او د ھغې ودې له ئې كار كولو۔ وزیراعظم ووئيل د سياسي امتياز نه پرته هر پاكستانې به د جهانګير بدر خامت تر ډېرې مودې ياد ساتي