طرابلس 03 ستمبر (اے پي پي)د لېبيا پايه تخت طرابلس يو زندان څخه 400 بنديوانان تښتېدلي دي ۔د چارواكو له مخې بنديوانو د عين زارانا زندان ور په زور ماته كړې او د زندان امنيتې چارواكې پھ د هغوي په مخ نيوي كښې ناكامه شوې۔ بنديوانانو د زندان په خوا كښې د دوو ډلو ترمينځه د نښتو له امله پېدا شوي صورتحال څخه ګټه پورته كړې ۔دا زندان د طرابلس په سوئېلي برخه كښې دې چرته چې د متحارب ډلو ترمينځه د تېرې يوې اونۍ څخه سختې نښتې روانې دي