لندن 03 ستمبر (اے پي پي) د انګلستان او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه پنځم او اخري ټېسټ مېچ به د ستمبر په 7مه نېټه په لندن كښې پېل كېږي۔ د هند كوربه لوبډلې په دې سېريز كښې درې مېچونه ګټلي دي۔ د انګلستان د كركټ لوبډلې كپتان جو رؤټ وئيلي دي چې هغه د هند نه د سېريز په ګټلو ډېر خوشحاله دے۔ ده ووئيل چې زمونږ لوبډله به هند ته په پنځم ټېسټ مېچ كښې هم ماتې وركوي۔