نواكچوټ 02 ستمبر (اے پي پي) په موريطانيه كښې ټولټاكنې وشوې چې پكښې 14 لكه ووټرانو د قومي٬ سيمه ايزو او بلدتياتي استازو ټاكنه وكړه۔ په دې هېواد كښې د مذهبي انتهاخوښې په ضد جنګ روان دے او دا جنګ په نظر كښې ساتلو سره د لوېديځې افريقا په دې هېواد كښې ټاكنې خاص اهميت لري۔ اولس مشر عبدالعزيز وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې ټولټاكنې په سوله ايز ډول شوې دي او د درغلې هم ډېر كم شكايات ترلاسه شوي دي۔ د ټاكنو كميسون له مخې د ټاكنو نتيجې به راتلونكې اونۍ جاري كړې شي۔