په نائجېريا كښې د بوكو حرام په بريد كښې د نائجېريا 30 عسكر وژل شوي دي

ابوجا 02 ستمبر (اے پي پي) د نائجېريا د پوځ او د بوكو حرام وسله والې د جنګيالو ترمېنځه په تازه نښتو كښې 30 عسكر مړه شوي دي۔ د فرانس خبري اژانس راپور له مخې د نائجر په پوله دا نېښه د شپې په وخت پېل شوې۔ وئيلي كېږي چې په بورنو ايالت كښې ګڼ شمېر وسله والو په پوځ ناڅاپي بريد وكړو او بيا د دې نه پس نښتې پېل شوې كومې چې څو ساعته روانې وې۔ د يادونې وړ ده چې د بوكو حرام لخوا په دې وروستيو مياشتو كښې په امنيتي ځواكونو بريدونه زيات شوي دي۔