د فلپائن اولس مشر به راتلونكې اونې د اسرائيل دوره كوي

منيلا 01 ستمبر (اے پي پي) د فلپائن اولس مشر رودريګو ډوټېرټې به راتلونكې اونۍ د اسرائيل دوره كوي۔ سره د دې چې ده په تېر وخت د اسرائيل په اړه ګڼ شمېر متنازعه بيانونه وركړي دي٬ چارواكو وئيلي دي چې د دورې په مهال به دواړه هېوادونه د دفاع٬ مزدورانو او د سېلګرې په شان څانګو كښې په مرسته زياتولو غور كوي۔ د فلپائن اولس مشر سره به په دوره كښي مهم حكومتي وزيران هم شامل وي۔