د سوريې په ادلب ښار كښې د 29 لكه خلقو ژوند خطر سره مخ دے۔ سټېفن ډي مستوره

جنېوا 01 ستمبر (اے پي پي) سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټېفن ډي مستوره وئيلي دي چې د سوريې په ادلب ښار كښې د مخالفې ډلې او د عسكري ډلو ترمېنځه د جنګ په صورت كښې د 29 لكه خلقو ژوند خطر سره مخ دے۔ روسيه٬ اېران او تركيه دې په ادلب كښې د حكومت او مخالفې ډلې ترمېنځه د جنګ مخ نيوي لپاره اقدامات وكړي۔ ده دا غوښتنه په جنېوا كښې د ملګرو ملتونو د غونډې په مهال كړې۔ ده ووئيل چې د جنګ په صورت كښې حكومت او وسله والې ډلې د كلورين ګاز پشمول نورې كېمياوي وسلې كارولې شي او د دې په نتيجه كښې به د لكونو په شمېر وګړو ژوند تباه شي۔