غزه 01 ستمبر (اے پي پي) د فلسطين د روغتيا وزارت وئيلي دي چې د غزه او اسرائيل ترمېنځه په پوله د احتجاجي مظاهره په مهال د اسرائيلي ځواكونو په ډزو كښې دوه نيم سوه فلسطينيان ژوبل شوي دي۔ د فلسطين د روغتيا محكمې وياند اشرف القدره د فرانس خبري اژانس سره په خبرو كښې وئيلي دي چې تېره ورځ د غزه په ختيځه پوله اسرائيلي ځواكونو د زرګونو په شمېر په فلسطينيانو ډزې كړې دي او په نتيجه كښې د سلګونو په شمېر فلسطينيان ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل چې د اسرائيلي ځواكونو په ډزو كښې يو فوټو جرنسلټ محمد ابو سلطان هم ژوبل شوے دے۔