په دونيتسك كښې په يو بريد كښې د روسيې پلوي بېلتون غوښتونكې لارښو ووژل شو

كېف 01 ستمبر (اے پي پي) په ختيځ يوكرېن كښې په دونيتسك سيمه كښې په يو بريد كښې د روسيې پلوي بېلتون غوښتونكې لارښو وژل شوے۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د بېلتون غوښتونكو انتظاميې وئيلي دي چې په دونيتشك ښار كښې په يوه كېفې كښې په الېګزنډر زخارشينكو د ترهګرې بريد شوے او هغه پكښې وژل شوے۔ د روسيې خارجه وزارت تور لګولې چې په دې كښې هېڅ شك نشته چې په دې بريد كښې د يوكرېن حكومت ككړ دے۔