د امريكائي دړكو نه ويرېدل نه دي پكار۔ ډبليو ټي او

جنېوا 01 ستمبر (اے پي پي) د تجارت نړيوال تنظيم ﴿ورلډ ټرېډ آرګنائزېشن﴾ ډائرېكټر جنرل روبرټو آزيويدو وئيلي دي چې د امريِكې لخوا د دې نړيوالې ادارې څخه د اخراج په دړكه د وېرېدلو ضرورت نشته۔ د نړيوالې مېډيا له مخې ده ډبليو ټي او مشر وئيلي دي چې د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ دا دړكه د تېر وخت د بيانونو سره تضاد نه لري۔ د يادونې وړ ده چې تېره ورځ اولس مشر ټرمپ وئيلي و چې دا تنظيم امريكې سره د ډېرې نامناسبه رويې څرګندونه كوي٬ ځكه هغه په دې سوچ كوي چې امريكا د دې تنظيم نه وباسي۔