او آئي سي ٬ آئي پي اېچ آر سي د هالېنډ پارلمانې غړي ګېرټ وائلډرز لخوا د ګستاخانه خاكو د شرنګېزه مقابلو غندنه وكړه

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظیم او خپلواكه مستقل د بشري حقونو كمېسون (او آئي سي ٬ آئي پي اېچ آر سي) د هالېنډ د پارلمانې غړي ګېرټ وائلډرز لخوا د شرنګېزه ګستاخانه خاكو د نړيوالو مقابلو د منصوبو غندنه كړې ده ٬ د هالېنډ حكومت دې د ګستاخانه اقدام مخنيوي لپاره په سمدستي توګه ګامونه پورته كړې ٬ دې سره د يو ارب 70 كروړه مسلمانانو جذبات مجروح شوې ٬ كه دا شرانګېز مقابلې وشوې نو دې سره به د عدم برداشت او كركې كلتور وده ومومي۔ د او آئي سي كمېسون لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د دې ډول حركتونو په نتيجه كښې به د ټولنو ترمېنڼځه اړې ګړې او د ويش فضا راپېدا شي كومه چې به د تشدد او تعصب سوب وګرځي او دې سره به د ګڼ اړخيزه او متنوع نظام لوړو تصوراتو ته زيان ورسي۔ بيان كښې د هالېنډ حكومت څخه غوښتنه شوې چې د دې مقابلو مخنيوي لپاره په سمدستي توګه اقدامات وكړي دغسې چې دوي خپله او د پراخه نړيوالې اسلامي ټولنې مذهبي او كلتوري حساسيت تحفظ وكړې شي او دې سره سره د معاشرتي همغږۍ او د برداشت د ګڼ اړخيزه تصوراتو هم پالنه ممكن شي كومه چې د ډچ ټولنې طره امتياز دے٬ بيان كښې د مذهبي كركې او امتياز رامخې ته كولو لپاره دا ډول ناوړه او د بيا بيا كاروائيو غندنه كولو سره كمېسون د نړۍ په مسلمانانو هم زور رواړې چې ھغوي د ګستاخانه راپارونكو كاروائيو غبرګون پحقله د صبر او تحمل څرګندونه وكړې چې مقصد ئې د آزادۍ اظهار په لمنه كښې د نسلي ٬ مذهبي كركې٬ امتياز٬ تعصب او تشدد له هوا وركول دي۔ كمېسون د آزادۍ اظهار مركزي انساني حق ګڼي كوم چې مستحكم ٬ سوله ايز او د ترقي پسند جمهوري ټولنو ودې لپاره ضرورې دے خو د بشري حقونو د نړيوالې (عالمګيرې) اعلاميې د آرټيكل 19 او د دې د پاڅه شهري او سياسي حقونو لپاره د نړيوال كنونشنز په آرټيكل 19 او 20 كښې د آزادۍ د اظهار دائره په واضحه توګه ټاكلې شوې چې پكښې وئيلي شوي دا بيخي د آزادۍ/ حق نه دې بلكې د اظهار ازادۍ سره د معاشرتي همغږۍ نه علاوه د نورو د حق او تشخص احترام باوري كولو لپاره خاص فرائض او ذمه وارۍ رامخې ته كېږي ۔ بيان كښې د ګستاخانه خاكو د مقابلې ناوړه منصوبه د ارفع مذهب د مقدس هستۍ په شان كښې د ګستاخۍ بيخي هڅه او د مسلمانانو په ضد مذهبي كركه او امتياز ته د هوا وركولو هڅه ده او دا د آئي سي سي پي آر د آرټيكل 20 (2) واضح خلاف ورزي ده ۔ او آئی سی۔آئی پی ایچ آر سی په دې خبره زور رواړې چې په خاص توګه اروپا او بالعموم په نړۍ كښې د زياتيدونكي عدم برداشت او كركې په هر كچه د زغم ٬ كلتور او د مذهبي تنوع احترام او د پراخه عقيدو او كلتورونو ترمېنځه د مكالمې د لارې حل رامخې ته كېدې شي