اسلام آباد ۔ 12 نومبر (اے پی پی) د ورلډ مينارټيز الائنس كنوينئر او د عوامي مسيحا ګوند آرګنائزر جے سالک مقبوضه كشمير كښې په بېګناه كشميري وګړو د هندي زور او زياتي او د بشري حقونو خلاف ورزيو په ضد د خالي په ورځ د نېشنل پرېس كلب اسلام آباد مخې ته احتجاجي مظاهره وكړه۔ په دې مهال ده په سر كښې خاورې اچولو سره كشمير كښې د روان زور ٬ ظلم او زياتي په ضد تر شپږ ساعتونو احتجاج وكړو۔ احتجاج كښې ګډون كوؤنكو پاپائے اعظم، بشپ آف کنټربری او د خانه کعبې امام په شمول ټولو سټېک هولډرز څخه غوښتنه وكړه چې هغوي دې د كشمير پخوانۍ مسئله حل كولو له خپل كردار ترسره كړي او په كشميري اولس دې د ظلم ٬ زور او زياتي روانه لړۍ بندولو له په ملګرو ملتونو فشار واچوي۔ جے سالك په دې مهال خپل خبرو كښې ووئيل هند كښې د تاريخ تر ټولو اوږده كرفيو نافذ ده۔ 128 ورځې شوي دي او دا په بې ګناه اولس د ظلم او زياتي انتها ده۔ ده ووئيل هند له به په كشمير كښې د ظلم لړۍ ختمول وي دغسې چې كشمير كښې بدامني ختمه شي۔ احتجاج كښې د حريت لارښود ياسين ملك كورودانې مسز مشعال ملك هم ګډون وكړو۔