اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي﴾ اعجاز الرحمان به په بي آئي سي اے٬ اے اېم اېف نړيوال ټېن پن باؤلنګ چېمپئن شپ كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د خبر له مخې دا چېمپئن شپ به روان كال د نومبر په مياشت كښې په امريكا كښې كېږي چې پكښې به د 120 هېوادونو نارينه او ښځينه لوبغاړې ګډون كوي۔ په دې چېمپئن شپ كښې د هر يو هېواد نه يو سړې او يوه ښځه لوبغاړې ګډون كولې شي۔ اعجازالرحمان چېمپئن دے او هغه به په دې ايونټ كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔