اولس مشر ممنون حسېن د كمپنيز آرډيننس 2016 د نافذ كېدو منظوري وركړه ۔ کمپنیز آرډیننس 2016 ټولو ډلو سره مشاورت څخه وروستو نافذ كړے شوے۔ د آرډيننس مقصد پاكستان كښې كارپورېټ سېكټر د نړيوال معيار ترمخه جوړول دي۔ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار

اسلام آباد ۔ 12 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د كمپنيز آرډيننس 2016 د نافذ كېدو منظوري وركړې۔ د خزانې وفاقي وزير د خالي په ورځ خپل بيان كښې ووئيل کمپنیز آرډیننس 2016 ټولو ډلو سره مشاورت څخه وروستو نافذ كړے شوے۔ د آرډيننس مقصد پاكستان كښې كارپورېټ سېكټر د نړيوال معيار ترمخه جوړول دي۔ اسحاق ډار ووئيل دا آرډيننس د سوداګرې ورورولۍ پخوانۍ غوښتنې ترسره كولو پلو يو مهم پېش رفت دے۔ ده ووئيل د آرډیننس په دفعاتو كښې د كمپنيو جوړولو له تګلاره كښې اساني ٬ د ټېكنالوجۍ زيات نه زيات كارول او د ټولو كچو دستاوېزاتو ډاډګيرنه شامل ده۔