امريكائي سناتور جان مېك كېن مړ شو

واشنګټن 26 اګست (اے پي پي﴾ امريكائي سياستدان او د اولس مشرې پخوانې كانديد سناتور جان مېك كېن د 81 كلونو په عمر كښې مړ شو۔ د هغه د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د مېك كېن د مړېنې په وخت د هغه د كورنۍ غړي ده سره وو۔ د جان مېك كېن په دماغو كښې په جولائي كال 2017م كښې د رسولې تشخيص شوے و او د دې نه پس ئې معالجه روانه وه۔ مېك كېن شپږ ځله سناتور پاتې شوے او د ريپبلكن ګوند لخوا د اوباما په مقابله كښې د اولس مشرې په ټاكنو كښې پاتې راغلې و۔