په كانګو كښې د اګست په مياشت كښې د اېبولا وائرس له امله د 60 نه زيات كسان مړه شوي دي

كنساشا 26 اګست (اے پي پي﴾ د افريقې په كانګو هېواد كښې د اګست په مياشت كښې د اېبولا وائرس له امله د 60 نه زيات كسان مړه شوي دي۔ د كانګو د روغتيا محكمې چارواكو د دې وائرس له امله روانه مياشت 67 كسان مړه شوي دي۔ د طبي چارواكو له مخې د دې وبا مخ نيوي لپاره ځپليو خلقو ته نوي داروګان رسول شوي دي۔ د كانګو پھ شمالي كيوو ولايت كښې د دې وبا خپرېدو خبرونه د اګست په وړومبې نېټه خپاره شوي وو او تر اوسه د 71 كېسونو تصديق شوے۔ په دې كسانو كښې د لس كسانو كامياب علاج شوے۔