ماسكو 26 اګست (اے پي پي﴾ روسيې وئيلي دي چې د سوريې په ادلب ولايت كښې شرخوښي وسله وال ياغيان د كمياوي بريد چمتووالې نيسي۔ د روسيې د دفاع وزارت په يو بيان كښې د نوم څرګندولو نه بغېر د يوې سرچينې په اړه وئيلي دي چې په ادلب ولايت كښې شرخوښي په وګړو د كمياوي بريد كولو پلان تياروي او د دې مقصد دا دے چې تور د سورئې په حكومت ولګول شي۔ د روسيې د دفاع وزارت دا ادعا هم كړې چې د برتانيې يو نجي ټھېكه دار د دې بريد په پلان كښې د وسله والو مرسته كوي۔