په بلغاريه كښې په ټرافيكي پېښه كښې 16 سېلګري مړه شوي دي

صوفيه 26 اګست (اے پي پي﴾ په بلغاريه كښې د باران په مهال يو بس د سړك نه غورځېدلې او په نتيجه كښې ئې 16 سېلګري مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د بلغاريه د كورنيو چارو وزير النټين راديف وئيلي دي چې په پېښه كښې 13 مسافر په ټكي مړه شوي دي او دريو ژوبل شويو كسانو په روغتون كښې ساه وركړې۔ ده ووئيل چې پېښه كښې د بلغاريه سېلګري مړه شوي دي۔ دا پېښه د پايه تخته صوفيه څخه 57 كلوميټره لرې رامېنځ ته شوې۔