تهران 26 اګست (اے پي پي﴾ د اېران په لوېديځه سيمه كښې د عراق پولې سره نزدې د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي دي۔ د خبر له مخې په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 6.0 ريكارډ كړے شوے۔ د زلزلې مركز د كرمان شاه ولايت د جوانرود ښار په سوئيلي لوېديځه سيمه كښې 26 كلوميټره دننه په زمكه كښې و۔ په زلزله كښې د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده راغلې۔ د يادونې وړ ده چې تېر كال د نومبر په مياشت كښې د اېران په كرمان شاه ولايت كښې په زلزله كښې 620 كسان مړه شوي وو۔