په اسيائي لوبو كښې اېران په مېنز اېنډ وېمنز كبډي ايونټس كښې طلائي تمغې ترلاسه كړې٬ په ټورنامنټ كښې پاكستان د پيتلو تمغه ترلاسه كړې

جكارته 25 اګست (اے پي پي﴾ په اسيائي لوبو كښې اېران په مېنز اېنډ وېمنز كبډي ايونټس كښې طلائي تمغې ترلاسه كړې٬ په ټورنامنټ كښې پاكستان د پيتلو تمغه ترلاسه كړې۔ د خبر له مخې د مېنز كبډي ايونټ په فائنل كښې اېران سوئيلي كوريا ته ماتې وركولو سره طلائي تمغه ترلاسه كړې۔ د پاكستان او هند لوبډلو په دې ايونټ كښې د پيتلو تمغې ترلاسه كړې۔ د وېمنز كبډي په ايونټ كښې هم اېران د هند لوبډلې ته ماتې وركولو سره طلائي تمغه ترلاسه كړې او د چائنيز تائپې او تهائي لېنډ لوبډلو د پيتلو تمغې ترلاسه كړې۔