واشنګټن 25 اګست (اے پي پي﴾ د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د خارجه وزير مائيك پومپيو د شمالي كوريا دوره منسوخ كړې۔ پومپيو يوه ورځ وړاندې اعلان كړے و چې هغه د شمالي كوريا په دوره تلونكې دے۔ په ټويټر په يو پېغام كښې اولس مشر ټرمپ وئيلي دي چې ده د خارجه وزير د شمالي كوريا د دورې منسوخ كولو هدايت كړے ځكه چې دا هېواد د اتومي وسلو څخه كوريا پاكولو لپاره پوره اقدامات نه كوي۔ ټرمپ په خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې كېدې شي پومپيو چين سره د امريكې د تجارتي شخړې حل نه پس شمالي كوريا ته لاړ شي۔