كابل 25 اګست (اے پي پي﴾ د افغانستان په شمالي فارياب ولايت كښې د افغان ځواكونو په عملياتو كښې 33 جنګيالي وژل شوي دي٬ په عملياتو كښې 13 جنګيالي ژوبل شوي هم دي۔ د ځائي پوځ وياند حنيف رضائي د چين خبري اژانس ته وئيلي دي چې ملي اردو د ولايت د سرښار ميمنه په سوئيلي كوهستان ولسوالې كښې د هوائي ځواكونو په مرسته عمليات كړي دي۔ ده ووئيل چې په وژل شويو كسانو كښې د طالبانو دوه كمانډران هم شامل دي۔