د چين په شمال ختيځ ښار هربين كښې په هوټل د اور لګېدنې په پېښه كښې 18 كسان مړه شوي

بيجنګ 25 اګست (اے پي پي﴾ د چين په شمال ختيځ ښار هربين كښې په هوټل د اور لګېدنې په پېښه كښې 18 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي۔ د چينائي مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه په سونګ بائي سيمه كښې رامېنځ ته شوې او د اور مړ كولو عملې په اور قابو موندلې۔ په پېښه كښې 18 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي۔ ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي۔ د چينائي چارواكو له مخې د پېښې پلټنې پېل كړې شوې دي۔