واشنګټن 25 اګست (اے پي پي﴾ د امريكې او چين ترمېنځه د تجارتي خبرو پړاؤ پاې ته ورسېدو او داسې برېښي چې په خبرو كښې كوم پرمختګ نه دې شوې۔ د امريكې نائب خارجه وزير ډېوډ ملپاس او د چين د تجارت نائب وزير وانګ شووين په واشنګټن كښې په دې خبرو كښې ګډون وكړو۔ د سپينې ماڼې ډپټي پرېس سېكرټري لنډسې والټر په يو بيان كښې وئيلي دي چې دواړو هېوادونو په معاشي اړيكو خبرې كړې دي او د چين لخوبا د فكري حقوقو د خلاف ورزې پشان په معاملو خبرې شوې دي۔