د اتومي تړون نه وتلو سره امريكې په نړۍ كښې خپل ځان يوازې كړې۔ مهاتير محمد

كوالالمپور 25 اګست (اے پي پي﴾ د مالېزيا وزيراعظم مهاتير محمد وئيلي دي چې د اتومي تړون نه وتلو سره امريكې په نړۍ كښې خپل ځان يوازې كړې۔ د تهائي لېنډ بي پي اېس چېنل سره په يوه ځانګړې مركه كښې وزيراعظم مهاتير وئيلي دي چې مونږ اېران سره شوې تړون يو نړيوال تړون ګڼو۔ ده ووئيل چې امريكې د دې تړون نه وتلو سره لويه غلطي كړې او په نتيجه كښې ئې امريكا په نړۍ كښې تنهائې سره مخ شوې۔ ده ووئيل چې اروپائي اېتلاف هم دا تړون په ځائ ساتل غواړي۔ ده ووئيل چې د اولس مشر ټرمپ پشان تن سره كار كول ډېر مشكل دي او داسې معلومېږي چې هغه به د امريكې په راتلونكو ټاكنو كښې يو ځل بيا اولس مشر وټاكل شي۔