اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) اشيا كپ كركټ ټورنامنټ به د ستمبر په 15مه نېټه په متحده عرب اماراتو كښې پېل كېږي كوم به چې د ستمبر تر 28مه نېټه دوام ولري۔ د پاكستان لوبډله به د ستمبر په 16مه نېټه د كواليفائر لوبډلې په ضد وړومبې مېچ كوي۔ د ستمبر په 19مه نېټه به د پاكستان او هند ترمېنځه مېچ كېږي۔ په دې ټورنامنټ كښې به شپږ لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د پاكستان٬ هند٬ سري لنكا٬ بنګله دېش او د افغانستان لوبډلې شاملې دي۔ د هانګ كانګ٬ مالېزيا٬ نيپال٬ اومان٬ سنګاپور او د متحده عرب اماراتو څخه به يوه لوبډله د كواليفائنګ نه پس په ايونټ كښې ځائ جوړ كړي۔