رياض 21 اګست (اے پی پی) په مېدان عرفات كښې د حج په مهال يو ماشوم زېږېدلې۔ د سعودي د روغتيا وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په وړومبي ځل په مېدان عرفات كښې يو ماشوم زېږېدلې او د نوي زېږېدلي ماشوم عكس په سوشل مېډيا جاري كړے شوے۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې په مېدان عرفات كښې د زېږېدلي ماشوم نوم وضاح كېښودل شوے۔