د بحيره اټلانټك څخه راغلي يواځني تن حج ادا كړو

مكه مكرمه 21 اګست (اے پی پی) د بحيره اټلانټك څخه راغلي يواځني تن حج ادا كړو۔ د دې حاجي نوم الجاج آدم دے كوم چې د خپل هېواد څخه د حج سعادت ترلاسه كوونكې يواځنې وړومبې مسلمان دے۔ د حاجي آدم تعلق د ساو تومو اېنډ پرنسپي جزيرو سره دے چرته چې د مسلمانانو شمېره دوه سوه ده۔ ساو تومو اېنډ پرنسپي په بحيره اټلانټك كښې دوه جزيرې دي۔ آدم وئيلي دي چې ده 13 ساعته فضائي سفر كولو سره حجاز مقدس ته راسېدلې دے۔ ده ووئيل چې ده خپلو مسلمانانو ملګرو سره لوظ كړے چې دوي لپاره به دعا كوي۔ د يادونې وړ ده چې الحاج آدم د خادم حرمېن شريفېن باچا سلمان د حج پروګرام له مخې راغلې دے۔