امريكې د افغانستان د مشروط جنګ بندې هركلې وكړو

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو د افغانستان لخوا د لوي اختر په مهال د مشروط جنګ بندې هركلې كولو سره وئيلي دي چې دې اقدام سره به افغان اولس لوي اختر امن او د كومې يرې نه غېر ولمانځلې شي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د افغان اولس مشر لخوا دا وړاندېز 3 مياشتو لپاره شوے۔ د افغان اولس مشر په بيان كښې وئيلي شوي دي چې مونږ د جنګ بندې اعلان كوو په كوم به چې د عرفې د ورځې نه د عيد مېلادالنبي عمل كولې شي۔ افغان اولس مشر وئيلي دي چې د جنګ بندې عمل كېدل دې خبرې سره اړه لري چې طالبان هم په دې بابركت ورځو كښې د جنګ بندې احترام وكړي۔ اولس مشر اشرف غني وئيلي دي چې جنګ بندي كېدې شي خو شرط دا دے چې طالبان ئې هم احترام وكړي۔