د كعبې شريفې غلاف بدل كړے شو

مكه المكرمه 20 اګست (اے پي پي) د كعبې شريفې غلاف بدل كړے شو۔ د غلاف بدلون د ګل په ورځ د ذوالحج په 9مه نېټه د عرفې په ورځ وكړے شو۔ د غلاف د بدلون په دستوره كښې د مسجدالحرام امام ډاكټر عبدالرحمان السدېس او د مكې ګورنر خالد بن فېصل هم برخه واخسته۔ په دې غلاف كښې 670 كلوګرام خالص ريښم٬ 120 كلوګرام سره زر او سل كلو ګرام سپين زر استعمال كړې شوي دي۔ د دې غلاف په تيارې 2 لكه ريال لګښت راغلې۔