شاه محمود قرېشي به نن په دوهم ځل د خارجه وزير په حېث سوګند پورته كړي

ملتان۔19 اګست(اے پی پی) د پاکستان تحریک انصاف دوهم چيئرمېن مخدوم شاه محمود قرېشي به نن د ګل په ورځ په دويم ځل د خارجه وزير په حېث د خپل منصب سوګند پورته كوي۔ دده تعلق ملتان سره دے۔ دده پلار د پنجاب ګورنر پاتې شوې۔ شاه محمود قرېشي په 22جون 1956ء ملتان كښې زېږېدلې۔ ده ابتدائي زده كړې اېچي سن كالج لاهور څخه ترلاسه كړې۔ اېف سي كالج لاهور څخه ګرېجویشن كولو نه وروستو ده د اېم اے امتحان سي سي كالج (كېمرج پوهنتون) څخه پاس كړو۔ ده خپل سياسي كېريئر كال 1983ﺀڅخه پیل كړو۔ ده كال 1990 څخه تر 1993ء د خزانې صوبائي وزير په حېث خذمات ترسره كړي۔ كال 2008ء كښې ده په درېم ځل د اېم اېن اے په چوكۍ كاميابي ترلاسه كړه۔ او د پيپلز ګوند حكومت كښې دې خارجه وزير جوړ كړې شو۔ پيپلز ګوند سره خپله ملګرتيا ختمولو څخه وروستو په نومبر 2011ﺀ دې كښې پي ټي آئي كښې شامل شو۔ په اوسنو ټاكنو كښې شاه محمود قرېشي په څلورم ځل د قومي اسمبلۍ غړې جوړ شوې۔ دده ځوي هم د پي ټي آئي په ټكټ كاميابي ترلاسه كړې۔ مخدوم شاہ محمودقریشی د عظیم روحانی پېشوا حضرت بهاء الدین زکریا او حضرت شاہ رکن الدین عالم دربار سجادہ نشین هم دې۔