اسلام آباد۔ 19اګست(اے پی پی) 11 كسيزه باكسنګ لوبډله اېشن ګېمز كښی ګډون له سبا جكارته ته روانېږي۔ په دې لوبغاړو كښې 49 کلوګرام كښې محب اللہ، 52 کلوګرام كښې سید محمد آصف، 56 کلو ګرام كښې نقیب اللہ، 64 کلوګرام كښې سلمان بلوچ، 69 کلوګرام كښې ګل زیب ،75 کلوګرام كښې تنویر احمد او مېرمنو لوبغاړو كښې 51 کلوګرام كښې رضیه بانو او 60 کلوګرام كښې رخسانه پروين شامل ده۔ لوبډلې سره به كوچ علي بخش او ارشد حسېن او منېجر شرجيل ضياﺀ وي۔ دوئي ووئيل د لوبغاړي سلمان بلوچ او كوچ ارشد حسېن ټول مصرف فېډرېشن په خپله پورته كوي۔ په اېشین ګېمز كښې 45 څخه د زياتو هېوادونو لوبغاړي برخه اخلي۔