اسلام آباد ۔ 18 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د پخواني عمومي سېكتر او د نوبل انعام درناوې ترلاسه كوؤنكي كوفي عنان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزیراعظم عمران خان ووئيل د ملګرو ملتونو اصل مقصد ترسره كولو او د نړيوال امن استحكام لپاره به د كوفي عنان د قدر وړ خذمات ټول عمري ياد ساتلې شي۔ د كوفي عنان مرګ سره نړۍ د يو عظيم سفارتكار څخه محرومه شوې۔ وزیراعظم د کوفی عنان كورنۍ سره هم غمرازي ښكاره كړه۔