پاکستان كښې نوي سحر سره نوې اميد رامخې ته شوې دې۔ پاكستاني اولس له مې د مينې پېغام راوړې دې۔ د هند پخوانې كركټر نجوت سنګ سدھو

اسلام آباد ۔ 18 اګست (اے پی پی) د هند پخوانې كركټر نجوت سنګ سدھو وئيلي دي پاکستان كښې نوي سحر سره نوې اميد رامخې ته شوې دې۔ پاكستاني اولس له مې د مينې پېغام راوړې دې۔ د ګاونډي هېوادونو ترمينځھ اړيكو كښې ښه والې غواړم۔ ده د خالي په ورځ ايوان صدر كښې د نوي ټاكلي شوي وزيراعظم عمران خان د سوګند پورته كولو دستورې په مهال اے پي پي سره خبرې كولې۔ نجوت سنګھ سدھو ته دې دستوره كښې ګډون كولو له د عمران خان لخوا خاص بلنه وركړې شوې وه۔ ده ووئيل اميد كښې لوئې طاقت وي او نن هم دغه طاقت پېدا شوې۔ ده ووئيل د پولې پورې غاړه څخه مې پاكستاني اولس له د مينې پېغام راوړې دې۔ د ګاونډي هېوادونو ترمينځھ اړيكو كښې ښه والې٬ پرمختګ او امن غواړم۔