د وزيراعظم عمران خان د سوګند پورته كولو دستوره كښې د حليف ګوندونو مشرانو په شمول د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان او نورو مېملنو ګډون وكړو۔

اسلام آباد ۔ 18 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان د خپل منصب سوګند پورته كولو دستوره كښې د حليف ګوندونو مشرانو په شمول د آزاد كشميراولس مشر او نورو مېلمنو ګډون وكړو۔ د خالي په ورځ ايوان صدر كښې شوې د وزيراعظم سوګند پورته كولو دستوره كښې د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان ٬ خالد مقبول صديقي ٬ غوث بخش مھر، شاه زېن بګټی ، د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سلیم مانډوی والا، د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر، د خېبر پختونخوا اعلیٰ وزير محمود خان ، شاه محمود قریشی، پروېز خټک ، ډاکټر عارف علوی، شفقت محمود، چوھدری سرور، شاه فرمان، عمران اسمعیل، د هند كركټ لوبډلې پخواني بېټسمېن نوجوت سنګھ سدھو، جاوید میاں داد، وسیم اکرم، مدثر نذر او انضمام الحق په شمول غیر ملکی سفیرانو پارلماني غړو او د جاوېد شېخ په شمول شوبز سره تعلق لرونكو مهم فنكارانو ګډون وكړو۔