په افغانستان كښې په بمي بريد كښې يو امريكائي عسكر ووژل شو

كابل 14 اګست (اے پي پي) د افغانستان په هلمند ولايت كښې په يو بمي بريد كښې د امريكې يو عسكر وژل شوے۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې د دفاع محكمې د عسكر د وژنې تصديق كولو سره وئيلي دي چې سټاف سارجنټ رېمنډ رېروګل په يو بمي بريد كښې مړ شوے۔ د بيان له مخې دا پوځي اهلكار په ګزمه و چې بمي چاودنه وشوه۔ د دې 36 كلن عسكر تعلق د امريكې هوائي ايالت سره ښودل شوے۔