د هند په ګجرات ايالت كښې موټر نالې ته د پرېوتو په پېښه كښې 7 ماشومان مړه شوي دي

نوې ډيلې 14 اګست (اے پي پي) د هند په ګجرات ايالت كښې موټر نالې ته د پرېوتو په پېښه كښې 7 ماشومان مړه او ګن شمېر ژوبل شوي دي۔ د هند خبر رسنې ادارې له مخې دا پېښه د ګجرات ايالت په پنچ محل سيمه كښې رامېنځ ته شوې۔ په پېښه كښې 7 ماشومان مړه او ګن شمېر ژوبل شوي دي۔ ژوبل شوي ماشومان روغتون ته رسول شوي دي۔ وئيلي كېږي چې د ټولو ماشومانو تعلق يوې كورنې سره و۔