په هند كښې د بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 774 ته رسېدلې

نوې ډيلې 14 اګست (اے پي پي) په هند كښې د بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 774 ته رسېدلې۔ د هند خبر رسنې ادارې د كورنيو چارو د وزارت په قول وئيلي دي چې په اوو ايالتونو كښې د طوفانونو او سېلاب په نتيجه كښې په رامېنځ ته شويو پېښو كښې تر اوسه 774 كسان مړه شوي دي۔ په ختيزو ايالتونو كښې په اتهر كهنډ او هماچل پردېش كښې د زيات باران له امله زيات زيان شوے۔ په يو شمېر ايالاتونو كښې لا هم د باران لړې روانه ده۔ د سېلاب له امله د 8 زره كروړه نه زيات زيان شوے او لوئې لارې هم تباه شوې دي۔