بغداد 14 اګست (اے پي پي) د عراق وزيراعظم حېدر العبادي وئيلي دي چې د ده حكومت به د ډالرو تر حد په اېران د امريكې لخوا د لګول شويو بندېزونو احترام ضروري كوي خو په پاتې نورو بندېزونو عمل كول به مشكل وي۔ د المانې مېډيا له مخې ده دا خبرې د يو خبري كنفرنس په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې هغه به اېران سره په كاروبار كښې د ډالرو استعمال نه كوي۔ د دې څخه وړاندې هم د عراق وزيراعظم وئيلي دي چې هغه د امريكې لخوا په اېران لګولو شويو بندېزونو سره اتفاق نه لري خو د خپل هېواد په ګټه به بندېزونه منل وي۔