د افغانستان غزني ښار نيولو لپاره د طالبانو او د حكومتي ځواكونو په جګړه كښې 330 كسان مړه شوي دي

كابل 14 اګست (اے پي پي) افغان چارواكو تصديق كړے چې د هېواد په سوئيلي ختيز غزني ښار او د دې په خوا او شا كښې د طالبانو او د حكومتي ځواكونو ترمېنځه په څلور ورځنې جګړه كښې 330 كسان مړه شوي دي۔ د امريكائي مېډيا له مخې د افغانستان د دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي وئيلي دي چې په عملياتو كښې 200 جنګيالي وژل شوي دي چې پكښې عرب او چېچن جنګيالي شامل و۔ جنرال بهرامي ووئيل چې په راتلونكو څو ورځو كښې به ښار د طالبانو نه پاك كړے شي او د ولايتي سرښار وضعه به په كنټرول كښې راشي۔ له بلې خوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه سركاري ادعا رد كړې او وئيلي ئې دي چې طالبانو د ښار په بېلا بېلو سيمو كښې د سركاري ځواكونو محاصره كړې۔ تېره ورځ د امريكائي پوځ لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي وو چې د ښار كنټرول لا هم د افغان ځواكونو په لاسونو كښې دے۔ د غزنې څخه راوتونكو عام وګړو وئيلي دي چې د ښار په زياتره سيمو د ياغيانو قبضه ده او اوس نښتې د والي دفتر او د پوليسو مركزي دفتر سره روانې دي۔ د رېډكراس نړيوالې كمېټې وئيلي دي چې په جنګ كښې د وقفې په مهال روغتونونو ته داروګان رسول شوي دي۔ په ځپليو سيمو كښې د خوراك او د څښكلو د اوبو كمې هم راغلې۔