په مصر كښې د عملياتو په مهال 6 شكمن جنګيالي ووژل شول

قاهره 14 اګست (اے پي پي) د مصر د پايه تخت قاهره په يوه سيمه كښې د پوليسو لخوا په عملياتو كښې 6 شكمن جنګيالي وژل شوي دي۔ العربيه نيوز له مخې د مصر د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې انتهاخوښې د پايه تخت په يوه سيمه كښې پناه اخيستې وه او د امنيتي ځواكونو په راتګ دوي ډزې پېل كړې او بيا دوي په ځوابي ډزو كښې ووژل شول۔ وئيلي كېږي چې دې كسانو په مهمو تنصيباتو او قبطي مسيحانو او امنيتي اهلكارو د بريدونو كولو پلان لرلو۔