د امریکې په الاسكا ايالت كښې د 6.4 شدت زلزله

الاسکا 13 اګست (اے پي پي) د امریکې په الاسكا ايالت كښې د 6.4 شدت زلزله راغلې ده ۔ د نړيوالې ميډيا له مخې د الاسكا په پالمر كښې د قامي سونامي وراننګ مركز دوهم ډائريكټر پال هانګ وئيلي دي په ياد شوې ايالت كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي ٬ د امريكې جيولوجيكل سروسے له مخې د زلزلې نه پس د 6.0 شدت آفټر شاكس هم محسوس شوې دي ۔ د يادونې وړ ده دا زلزله د هېواد د تېلو پېدا كونكې سيمه كښې راغلې او د زلزلې نه پس د سونامي وراننګ نه دې جاري كړې شوې