د سري لنكا او د سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلو ترمېنځه يواځنې ټي ټونټي مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

كولمبو 13 اګست (اے پي پي) د سري لنكا او د سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلو ترمېنځه يواځنې ټي ټونټي مېچ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په كولمبو كښې كېږي۔ د سري لنكا لوبډلې د دې څخه وړاندې د سوئيلي افريقې لوبډلې ته د دوه ټېسټ مېچونو په سېريز كښې ماتې وركړې وه خو د سوئيلي افريقې لوبډلې ون ډے سېريز ګټلې۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د دورې يواځنې ټي ټونټي مېچ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د اګست په 14مه نېټه په كولمبو كښې كېږي۔