جشن آزادي سائيكل رېس به (نن) د اګست په 14مه نېټه كېږي

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) جشن آزادي سائيكل رېس به (نن) د نهې په ورځ د اګست په 14مه نېټه په پېنډي ګهېپ اټك ضلع كښې كېږي۔ د سائيكل د زغل پرانسته به د چكي يونين كونسل چيئرمېن محمد سليم كوي۔ د زغل انتظام كوونكو له مخې زغل لپاره چمتوالې نيول شوے۔ د زغل فاصله به 24 كلوميټره وي۔