رياض 12 اګست (اے پي پي) اقتصادي پوهانو وئيلي دي چې د تركيې مجموعي قرضې 466.6 اربه ډالرو ته رسېدلې دي كومې چې د مجموعي قومي پېداوار 53 فيصده دي۔ د سعودي مېډيا له مخې د تركيې مجموعي قرضې زياتېدو سره 466.6 اربه ډالرو ته رسېدلې دي۔ د پوهانو له مخې د تركيې كرنسي لېرا په شرح تبادله كښې كمي سره هم مخ ده خو پوهانو وئيلي دي چې د قرضونو په ماليت كښې اضافه د كرنسې د قدر كمېدو نه هم زياته خطرناكه خبره ده۔