د اسرائيلي ځواكونو په ډزو كښې ژوبل شوي فلسطيني ساه وركړه٬ په غزه كښې د 24 ساعتونو په مهال د شهيدانو شمېره 3 ته ورسېده

غزه 12 اګست (اے پي پي) د فلسطين په غزه سيمه كښې د اسرائيلي ځواكونو په ډزو كښې ژوبل شوي يو فلسطيني وګړي په روغتون كښې ساه وركړې۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز له مخې 40 كلن احمد جمال سلېمان ابو لولي د سوئيلي غزه په رفاه سيمه كښې په ملين مارچ كښې د ګډون كولو په مهال د اسرائيل په ډزو كښې ژوبل شوے و۔ د اسرائيل په دې تشدد كښې دوه فلسطينيان شهيدان شوي وو او 307 وګړي ژوبل شوي وو چې پكښې دوه خبريالان هم شامل دي۔ په غزه كښې د 24 ساعتونو په مهال د شهيدانو شمېره 3 ته رسېدلې۔